Breaking News

دويم کليز ايشين ايوارډز 2011 شروع کيږي

AsiaNet 44505

لندن۔ 10 مئي /پي آر نيوز وائر ۔ايشيا نيټ

ايشين ايوارډز 2011 دَ لِبارا په مرسته سره دَ جنوبي ايشيا دَ غټو کاميابيانو دَ جشن دپاره دَ دويم کال افتتاح وکړه۔ هاوس آف لارډ څه موده مخښکے دَ سياسيت، کاروبار، لوبو، ميډېا، آرټس اور ټيکنالوجي دَ ميدانونو نه شل ورلډ کلاس راهنما خلق راغونډ کړل چا چي دَ هغه خلقو دَ يو فهرست نه دَ فاتحانو انتخاب وکړو چا چي دَ څه کارنامے په سبب په تاريخ کښي لوړ ځائے موندلے دي۔

دَ ملټي ميډېا نيوز ريليز کتلو دَ پاره دلته کلک کړي
http://multivu.prnewswire.com/mnr/prne/asianawards/48914/

په دے موقع دَ ججانو چيئرمين بارونس ورما ووئيل چي جنوبي ايشين کميونټي نه دَ 12 اعزازانو دَ پاره دَ ډيرو غير معمولي خلقو ټاکلے کيدلو سره سره دا خبره اهمه ده چي دَ دے خلقو انتخاب نه صرف دَ خپلو ملګرو نه جوړ شوي دَ ججانو پينل وکړو بلکه دا عمل ډير شفاف او په دانش ورانه توګه زبردسته وو۔ هغوي زياته کړه چي ” دا يو ډيره دَ جوش خبره وه چه دَ ګنړ شمير ميدانونو نه شل قابل احترام ججان په يوه کمره کښې راغونډ شو او په دے خائسته بحث کښي ي برخه واخسته ۔”

ايشين ايوارډ دَ ليمن ګروپ کنسلټنسي باني پاول ساګو خيال وو دَ کوم احساس چي دَ يو بي ايم ايوارډز منيجنګ ډائريکټر او شريک باني کيرولائن جيکسن هم وکو۔

ساګو ووئيل چي ” زمونږ خيال دَ هغے ټولو خلقو جشن کول اوو چا چي په مختلفو ميدانونو کښي نوم ګټلے دے۔“ جيکسن ليوي زياته کړه چي” دَ تير کال تقريب دَ کتو لائق وو، کوم چي دَ 2011 دَپاره يو مثال وګرزيدو او دا کال به دا تقريب يو غټ مقام ته اورسي۔“

په کال 2010 کښي ايشين ايوارډز دَ جنوب ايشيا څه قابل تقليد خلقو ته دا اعزاز ورکړو په کومو کښي چي ريکارډ ماتولو والا سچن ټنډولکر نه تر اے آر رحمن غوندے نامور کمپوزر اور تاريخې کاروباري شخصيت راهمنا رتنا ټاټا شامل وو۔

دا کال په کاروباري راهنماو، انټرپرينيور، ډاکټرانو، سرکاري ملازمينو، سماجي مشرانو ته په تير کال کښي دَ موسيقي، آرټ او ډيزائن ، لوبو، سينيما ، ټي وي او سائنس په ميدانونو کښي دَ کاميابو حاصلولو په وجه اعزازونه وکړے کيږي۔
دَ کارباري کيټګري په ججانو کښي سوريندر اروړه ، سي اي او آف اروړه هولډنګز، کامل هوتهي ، ايشين مارکيټس ډائريکټر، لائډ بينک کارپوريټ مارکيټس اور راتهسان يوګنتهان، سي اي او آف لِبارا شامل دي ۔

” دا کال ډير شئي انټرپرينيوران په ايشين کميونټي کښي په نظر راځي ، نو ځکه دَ دے کال فاتح کسانو کښي به زبردست کاروباري شخصيات او دَ کاميابيانو سره سره ښه قائدانه مهارت او نوئے سوچ هم په نظر راځي“ دا خبره دَ لِبارا سي اي او يوګانتهان وکړه۔ هغوي زياته کړه چي” دا دَ اعزاز خبره ده چه هغه خلق دے منتخب کړے شي دَ چا طرف ته چي ايشين کميونټي له کتل پکار دي۔“

هوتهي ووئيل ” ايشين ايوارډز دَ هغه خلقو جشن کوي کوم چه دلته خالي لاس راغلي وو او اوس هغوي دَ برطانيه په معيشت کښي غټه برخه لري“

” دا دَ لائيډز بينک کارپوريټ مارکيټ دپاره اهمه خبره ده چي هغه خلق په ګوته کړے شي چا چي دَ نړي ټول خلق متاثره کړي دي او نورو خلقو له ترغيب ورکوي چه هغوي دے هم دغسے کارونه وکړي او مونږ مجبوره کړي چه په دويم کال هم دَ دے تقريب مرستيال جوړ شو۔“

دَ ميډيا او آرټ کيټګرو په ججانو کښې دَ ايس وائي سي او انټرټنمنټ مارکيټنګ هيډ سوني ټاکر او دَ سوني ايوارډ ګټونکے ډي جے او براډکاسټر نهال اتهنياکے شامل دي۔ ټاکر ووئيل چي ” دَ دے نه علاوه هيڅ څوک هم دَ ايشين ټيلنټ دا رنګ قدرداني نه شوي کولے کومه چه دا تقريب کوي”

نهال ووئيل چي”که څوک غواړي چه دَ هغه دے به غټه سطح احترام وشي نو دَ ايشين ايوارډ نه بهتره بل هيڅ ذريعه نشته”۔ هغوي زياته کړه” دا ايوراډ دَ ايشين کمونيټي له طرف نه دَ دے ملک( انګلستان) او دَ نړي دَ خدمت نه صرف اعتراف دے بلکه دا دَ ميلاپ يوه ذريعه ده ځکه چي دَ ايوارډ اخستو جوګه ټول خلق دَ ايشيا نه دَ بار ملکونو شهريت لرونکي دي۔“

دَ جاګور وي آئي پي ريلشنشپ منيجر دلجيت جګيت ووئيل چي” دا ايوارډز ځکه اهم دي چي دا راتلونکي سلونه متاثره کوي چي هغوي دے هم لوړ مقام حاصل کړي۔“ ۔ دَ ايوارډ دَ شريک په حيثيت به جاګور ايوارډ ګټونکو ته ډارئيوري خدماتو دَ پاره ايکس جے ايس ورکوي۔

دَ ايوارډز ګټونکو نومونه به دَ اکتوبر په اتلسمه نيټه په ګروسونور هاوس هوټل ، پارک لين، لندن کښي په يو زبردست تقريب کښي څرګندولے کيږي۔ زمونږ وعده ده چي دا به دَ ليدو جوګه تقريب وي۔

په کال 2010 کښي دَ اکثرو غټو خلقو دَ اعزاز موندلو په سبب دَ 2011 دَ پاره خلق ډير په جوش کښي دي۔

دَ 2011 دَ ججانو انټرويوز کتلو دپاره دا لنک وزټ کړي۔
http://www.theasianawards.com/videos-2011.php
يا 2010 دَ ايوارډ حاصلونکو پوره فهرست يا 2011 دَ ايوارډ دَ پاره دَ ټکټ دَ بکنګ دپاره دا لنک وزټ کړي۔
http://www.theasianawards.com

دَ مديرانو دپاره نوټس؛
ايشين ايوارډ دَ ليمن ګروپ کنسلټنسي باني پاول ساګو خيال وو دَ کوم احساس چي يو بي ايم ايوارډز منيجنګ ډائريکټر او شريک باني کيرولائن جيکسن وکو۔ دَ ګوبل ايشين کميونټي په مينځ کښي دَ کاميابيانو جشن کولو دَ پاره په کال 2010 کښي دَ انډيا، سري لنکا، پاکستان او بنګله ديشن سره تعلق لرونکي په مختلفو ميدانونو کښي دَ زبردستو کاميابو په اعتراف کښي دا ايوارډز شروع کړے شول۔ په افتتاحي تقريب کښي 1200 بااثر خلقو شرکت وکړو ، دَ چا دَ شرکت نه چي ”سيو دي چلډرن“ نومے چيرټي دَ پاره 100،000پاونډز راغونډے شوے۔

د دويم کال اسپانسر(مرستيال) لِبارا ګروپ په 2001 کښي ريسيه ليون ، بسکارن کنديه او راتهيسان يوګانتهن جوړ کړے وو۔ دَ دے دريوانړو مشرکه سوچ دا وو چه انټرنيشنل کالنګ مارکيټ دے دَ تارکين وطن خلقو دپاره آسان کړے شي چي هغوي ورستو په خپل ملک کښي دَ دوستانو او کوروالو سره هر وخت په رابطه کښي وي۔

دا کال کله چه لبارا دَ لسمے سالګرے جشن کوي ، دا په دنيا کښي دَ 1200 نوکرانو والا او ډير په تيزي سره مخ په بره تلو والا موبائل کمپني جوړے شوے ده کوم چه په 8 ملکونو کښي خدمات وړاندے کوي او دَ چا آمدن چي دَ کال 2009 پورے 371 ملين يورو ته رسيدلے وو۔
ذريعه: ايشين ايوارډ

رابطه صرف دَ ميډيا دپاره؛ دَ نورو معلوماتو دپاره رابطه وکړي؛
پوجا ويدي: ډائريکټر ، لائيو اسټائل ميډېا، ټيلي فون +44(0)7949-573-065 اي ميل puja@livestylemedia.co.uk
هنرائټ سونسين: هيډ آف پي آر اينډ مارکيټنګ ، يو بي ايم ايوارډز، ټيلي فون +44(0)207-234-8753 / +44(0)7500-917-628، اي ميل henriette.svensen@ubm.com

Check Also

‫گوئیژو سے ہانگ کانگ SAR زرعی مصنوعات کی مقبولیت میں اضافہ

گویانگ، چین، 6 ستمبر، 2024 / ژنہوا-ایشیا نیٹ / — زراعت، جنوب مغربی چین کے صوبے گوئیژو اور ہانگ کانگ خصوصی انتظامی علاقہ (SAR) کے درمیان تعاون کے سب سے اہم شعبوں میں سے ایک بن چکا ہے۔ گوئیژو کے صوبائی محکمہ زراعت اور دیہی امور اور محکمہ تجارت کی میزبانی میں ایک سیریز پروموشنل […]

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

For security, use of Google's reCAPTCHA service is required which is subject to the Google Privacy Policy and Terms of Use.