Breaking News

اے ټي اين دَ پرو کبډي ليګ ۲۰۱۵ د دویم سیزن د خپرولو خاص حقوق ترلاسه کړل

ټورنټو، جولائي ۱۸، ۲۰۱۵ /پي آر نيوزوائر۔ ايشين ټيلي وژن نيټ ورک انټرنيشنل ليميټډ ( اے ټي اين) ( ټي ايس ايکس۔سيټ)، کوم چه دَ کينيډا د ټولو ستر جنوبي ايشيائي براډکاسټر دي، په دي اعلان کولو ډير خوشاله دي چه دا نيټ ورک په هند کي د د ۱۸ جولائي نه ۲۳ اګست ۲۰۱۵ پوري ترسره شوي اولني “پرو کبډي ليګ خپرولو خاص حقونو ترلاسه کړي دي۔

پرو کبډي ليګ ( پي کے ايل) په هند کي د کبډي پروفيشنل ليګ دي کوم چه د کرکټ لوبي “انډين پريمير ليګ” په ماډل جوړ کړي شوي دي۔ دَ ټورنامنټ اولني ايډيشن کي به اته فرنچائز برخه اخلي کوم کي چه به د پوره نړي لوبغاړي شامل وي۔ اته واړا ټيمونه به دَ کاروان فارميټ په شانته لوبيږي او د ليګ ۶۰ ميچونو لپاره به په يوځائي اته ځايونو ته ځي د دي جام لپاره لوبيدونکي ۸ فرنچائزز کي بنګال واريئر، بينګالورو بولز، دبنګ دهلي، جےپور پنک پنتهر ( د کوم لوبډلي مالک چه د بالي ووډ استوري ابيشک بچن دي) پټنا پائريټ، بونيري پلټن، تلوګو ټائټنز او يو ممبا شامل دي۔ هره سيالي به په ۱۲ کيمرو په جديد انداز کي ريکارډ کيږي او په خپرولو کي به ي الټرا موشن، اوورهيډ شاټس او سپر سلو موشن غوندي تينيکونه شامل وي۔ تیر کال جے پور پنک پینتھر  پرو کبډی اولنی ټایټل ، یو ممبه ته پی ۳۵.۲۴ ماتی ورکولو سره ګټلے وو.

د دي ليګ په شا باندي انټرنيشنل کبډي فيډريشن ( آئي کے ايف)، دي ايشين کبډي فيډريشن ( اے کے ايف) او اميچيور کبډي فيډريشن آف انډيا ( اے کے ايف آئي) ولاړ دي کوم چه به په ايونټ کي نزدي لاس لري۔ اے ټي اين به ټولي ۶۰ واړا سيالي په دوه بيلو ژبو کي په ۶ اے ټي اين چينلو باندي لائو يعني براه راست ښائي۔ سي بي اين او اے ټي اين کرکټ پلس به لوبي په انګريزي ژبه کي او باقي څلور اے ټي اين چينلي به دا سيالي په هندي/پنجابي ژبه کي خپروي۔

 “مونږ د تیر کال کی د اولنی لوبو په ښه انداز کی په خپرولو ډیر خوشاله وو. او دا عزم لرو چی دال به پورا کینیډا کی یو ځل بیا جوش راولو”” دا خبري ډاکړ شان چندراسکر کړي څوک چه د اے ټي اين مشر او صدر دي۔ نوموړي زياته کړه چه “مونږ کبډي د ورلډ کلاس لوبي په توګه په کينډا کي په بره بوتلل غواړو۔”

کبډي يو پخواني هندي لوبه ده په کوم کي چه په نمبر نمبر هره لوبډله يو لوبغاړي د بلي لوبډله سيمے ته ليږي چرته چه هغه د لوبغاړي يا زياتو سره لاس لګولو نه وروستو خپلے سيمے ته رامنډي کوي ولي مخالفه لوبډله د هغه په خپله سيمه کي د ايسارولو حڅے کوي۔ دا د بنګله ديش قامي لوبه دي۔ دي سره سره په هندوستان کي پنجاب، تامل ناډو او اندرا پرديشن ولايتونو کي دا دَ ولايتي لوبي حيثيت لري او په پاکستان کي په خاص توګه په پنجاب او خيبر پښتونخوا سيمو کي هم مشهوره لوبه ده۔

اے ټي اين په کينيډا کي د دي ځايئ بيلا بيل ثقافتي کميونټيانو ته ۵۲ خاص تيلي وژن چينلي وړاندي کوي۔ په دي کي اے ټي اين۔ ايچ ډي، ۵ بالي ووډ فلمي چينلي، ۳ د لوبو چينلي، ۳ د خبرونو چينلي، ۳ د سندرو چينلي، دري د ژوند يعني لائف اسټائل په هقله چينلي، ۳ دَ چيني ژبي چينلي، ۶ د پنجابي ژبي چينلي، او نور ګنړشمير سيمه والو ژبو واله چينلي شامل دي۔ اے ټي اين په پوره امريکا او کينيډا کي د سټالائټ په ذريعه خپريدونکي جنوبي ايشيائي ريډيو سروس هم لري۔ د اے ټي اين څه پروګرامونه په بيل موبائل فونونو هم کتلي کيدي شي۔ اے ټي اين د نړي د لوي خپرونکي ادارو لکه اسټار نيټ ورک ( نيوز کارپوريشن) سوني انټرټينمنټ، وياکون، ټائمز ټيلي وژن نيټ ورک، بي ۴ يو نيټ ورک، اين ډي ټي وي، ډزني او نور ګنړ شمير ټيلي وژن چينلو سره د پروګرامونو په هقله ګډون يا ملګرتيا لري۔ د اے ټي اين چينلي په کينيډا کي په شوا کيبل، بيل ټي وي، روجر کيبل، بيل فائبي، ټيلوس اپټک ټي وي، کوګيکو کيبل، وي ميډيا او نورو بيلا بيل کيبل، سيټلائټ او آئي پي ټي وي پليټ فارمونه باندي خپريږي۔

په محفوظ هاربر پروژن يقين لرو۔
مهربانی اوکړی دا ويب پاڼه وګوري  www.asiantelevision.com يا رابطه اوکړي پرامود اسراني وائس پريزډنټ۔ مارکيټنګ ايشين ټيلي وژن نيټ ورک انټرنيشنل لمټډ ۳۳۰ کوچراني ډرايو مارخم، اونټاريو ايل ۳ آر ۸ اي ۴ کينيډا ټيلي فون  8199-948-905-1+ اي ميل : atn@asiantelevision.com

Check Also

پیشہ ورانہ تعلیم عالمی سطح پر جاتی ہے! پاکستان بان مو کالج کا افتتاح

بیجنگ، 29 مارچ 2024ء/سنہوا-ایشیانیٹ/– 18 مارچ کو بیجنگ میں پاکستان بان مو کالج پر دستخط اور رونمائی کی تقریب منعقد ہوئی۔ اس موقع پر چائنا پاکستان انٹرنیشنل انڈسٹری ایجوکیشن کوآپریشن الائنس کے سیکرٹری جنرل محمد عمار، سندھ ٹیکنیکل ایجوکیشن اینڈ ووکیشنل ٹریننگ اتھارٹی کے منیجنگ ڈائریکٹر منور علی مٹھانی، گورنمنٹ مونوٹیکنک انسٹی ٹیوٹ محراب پور […]