دوبئ، متحده عرب امارات، 2 جون 2015/ PRNewswire — د کریکټ ځینی پخوانې او تقاعد شوی لوبغاړې به ډير زر د شل اوریزو لوبو په داسې یو ټورنمنټ کې ګډون وکړئ، کوم چې به هر کال د متحده عرب اماراتو په دریو لوبغالو کې تر سره کیږي.
په خبرپاڼو باندي د دی خبر د کتلو لپاره دلته کلیک وکړئ:
http://www.multivu.com/players/English/7542351-cricket-masters-champions-league/
ماسټر چمپين لیګ یا MCL به د فرنچایز فارمټ په شکل ترسره کیږي. ولی، دا لوبې د IPL یا Big Bashپه شکل نه دی، لوبډلۍ د جغرافیایئ موقیعت څخه پرته په نظر کې نیول کیږي، او تر ټولو غوره لوبغاړي په کې ګډون کولی شې، د فرنچایز مالک کولی شې یواځې هغه لوبغاړي انتخاب کړې کوم چې د کوالیفای پړاو ته رسیدلي وی.
د کال په پیل کې به شپږ لوبډلۍ ګډون کوی، هر ټیم کې 15 لوبغاړي – چې ټولټال 90 لوبغاړي جوړیږې. همداراز، ټولو لوبغاړو باید له نړیوالو لوبو څخه استفا کړی وی.
اوسمهال د MCL یا ماسټر چمپین لیګ ټورنمنټ د امارتو کریکټ بورډ (ECB) له لوری د 10 کلونو لپاره تصویب شوی دی. همداراز، د ټورنمنټ اداره او د ټورنمنټ د رايئ اچونې غړي، او GM Sports له هغو قوانیونو او اصولو څخه چې د کریکټ نړیوالی اداری (ICC) لخوا د دغه ټورنمنټ لپاره برابر شوی له نزدي څارنه کوي.
د MCL افتتاحی سیالي به د 2016 کال د فروری میاشت په لومړیو دوه هفتو کې ترسره کیږي. دغه سیالي به د دوبئ نړیوال کریکټ سټیدیم، ابو دوبئ شیخ ذاید کریکټ سټیدیم او شارجه کریکټ سټیدیم کې ترسره کیږي.
د دغه ټورنمنټ پرانست غونډه د چهار شنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په دوبی کې برابره شوی وه. په پرانست غونډه کې پخوانیو نامتو لوبغاړو لکه له ویسټ انډیز څخه د کریکټ اتل برین لارا، له اسټرالیا څخه ادم ګیلکریست او د پاکستان نامتو لوبغاي وسیم اکرم هم ګډون کړي وو. د جنوبی افریقا نامتو لوبغاړي جیکس کالیس په دغه تورنمنټ کې خپل ګډون د یو ویډیويي پیغام پواسطه اعلان کړ. دMCL د مرکزي شورا غړو، هر یو د انګلستان پخوانې کپتان ګراحم ګوچ او د اسټرالیا الین بورډر هم په دغو مراسمو کې موجود وو.
په پرانست غونډه کې د وینا پر مهال د MCL رئيس ظفر شاه، زیاته کړه:”لکه د نورو لوبو په شان د کریکټ د لوبغاړو او شوقیانو په زړونو کې د پخوانیو کریکټرانو د ترمنځ د ټورنمنټ ارمان پروت وو. د MCL سیالي به یو شل اوریزه کلنۍ ټورنمنټ وي او همدغه شان سیالي به برابروي. دا ټورنمنټ د کریکټ د پخوانیو لوبغاړو په ګډون سره شوقیانو ته د په زړه پوری کریکټ ترڅنګ د تفریح زمینه برابروي.”
د اماراتو کریکټ بورډ رئيس ډیویډ ایسټ، هم په پرانسټ غونډه کې موجود وو او زیاته يي کړه: ” چې MCL یوه ډیره ښه مفکوره ده، چې اوسمهال دلته په متحده عربی اماراتو کې په لار اچول شوی، او د دی ټورنمنټ لپاره تر ټولو غوره ځای دي. د کریکټ د پخوانیو لوبغاړو په شاملولو سره دغه ټورنمنټ یو دلچسپ او رقابتی کریکټ ګڼل کیږي او زیات شمیر مینه وال به راجذب کړی او د متحده عربی اماراتو لوبدلۍ سره به مرسته وکړی چې نوره هم غښتلۍ شي. مونږ خوښ یو چې MCL ټورنمنټ مو تصویب کړ او راتلونکې کال يي د پيل لپاره سترګي په لار یو.”
برین لارا یو نامتو تقاعد شوي لوبغاې چې په MCL کې يي د ګډون پریکړه وکړه وویل: ”زما لپاره د خوشحالې ځای دی او ویاړم چې په داسي یو ټورنمنټ کې ګډون کوم، چي د کریکټ فوق العاده ځانګړتیاوي لري. زه امید لرم چې خلک به د MCL ټورنمنټ ملاټړ وکړی او د کریکټ نړې د هغو قهرمانانو تر څنګ به ودریږی کوم چې غواړي په ډګر کې د څه مودی لپاره پاتي شي. ترتیب کوونکو زیاته کړه چي پخوانې لوبغاړي بیرته ډګر ته راوستل او په منځنې ختیځ کې د کریکټ پراختیا او میراث پریښودل د دي ټورنمنټ اهداف دی.”
د MCL انټرنیټی پاڼه لاندي کتلې شئ: http://www.mcl2020.com
ماخذ: Grand Midwest Sports (ګرینډ مډویسټ سپورټ)