‫دايکسيلريټ بنګله ديش کاکس بازار کښې HOPE فاؤنډيشن دکورونا وائرس ريسپانس سينټر اهم اسپانسر جوړ شو

ګړندۍ کول د نړۍ ترټولو لوی کډوال کې د کوویډ 19 مرستې رسولو کې مرسته کوي

ډهاکا، بنګله ديش،١٦جون،٢٠٢٠،پي ار نيوز وائر/.. ايکسيلريټ انرجي ايل پي) ايکسيليريټ(  نن اعلان کړے دے چې  دبنګله ديش کاکس بازار  نه بهر دروهنګيا کيمپ کښې)  کوم چې  ديو ملينو نه دزياتو دکډوالو کور دے( تنظيم دکوويډ-١٩ امدادى هلو ځلو کښې د ښځو اؤ ماشومانو لپاره د HOPE  فاؤنډيشن مهم اسپانسر جوړ شوے دے، دا مرسته بۀ د HOPE  ناروغانو لپاره  دبيلتون اؤ علاج دمرکز  په مالى مرستې ورکولو کښې مرستندويه وى، کوم چې هيله ده دجون تر پاې به پرانستل شي.

دمئ په نيمائى کښې دکوويډ-١٩ وړومبنو تصديق شوؤ کيسونو مخې ته له راتللو وروستو، HOPE فاؤنډيشن، دبنګله ديش حکومت اؤ نورو غيرسرکاري تنظيمونو سره په ګډه، دغيرمحفوظې روهنګيا اباد  کښې  دانفيکشن په لويه پيمانه دخوريدو دخطرې راکمولو لپاره   دټولنې  دخبرولو پروګرامونو اؤ دروغتيا داسانو جوړولو لپاره  په تُند رفتارۍ سره  کار کوي، HOPE  به  دناروغانو لپاره بيلتون اؤ علاج  دمرکز په ٥٠ؤ بسترو مشتمل وي  کوم چې به دکډوالو په دې کيمپ کښې  دوړاندې څخه  دموجودو ٥٠ؤ بسترو دفيلډ روغتون سره پيوست وي، دايکسيلريټ په مرسته به يو کال کښې 10,000 ناروغانو اؤټ پيشنټ اؤ ان پيشنټ خدمات، تشخيص، اهمه څارنه، هنګامى تګ راتګ، عملې اؤ دخواؤشا اباديو لپاره  دپي پي اي ورکړې، دعملې تربيت اؤ بيدارۍ دپروګرام لپاره ورکړے کيږي، دې منصوبې ته دنړيوال بينک، اسلامي ترقياتي  بينک اؤ ډائريکټ ريليف يو ايس اے پشمول  دنورو مهمو اسپانسرز څخه هم مرسته ترلاسه شوې ده.

دايکسيلريټ منيجنګ ډائريکټر اسټيفين کوبوس وئيلي”مونږ په دې ددې غيرمعمولي حالاتو په مهال په بنګله ديش کښې دخلقو په مرستې کولو وياړ کوؤ، مونږ په دې ټولنه کښې د٢٠١٨م راهسې کار کړے دے اؤ د اغيزمنو کسانو لپاره  دزړۀ دتل نه احساس کوؤ، مونږ هيله لرو چې  زمونږ په مرسته به HOPE   فاؤنډيشن  ته ددې وبائي ناروغو دمقابلې کولو لپاره  دهاغه ضروري  وسيلو په ورکړه کښې مرسته ترلاسه کيږي، دکومې چې په دې ټولنو کښې  ډير زيات ضرورت دے”

د HOPE فاؤنډيشن باني اؤ صدر ډاکټر افتخار محمود وئيلي ” مونږ دبنګله ديش  ترټولو غيرمحفوظو ابادو کښې  دکوييډ-١٩ اؤ نورو  يو بل څخه خوريدونکو ناروغو داثراتو دمخنيوي لپاره  دايکسيلريټ انرجۍ  ددې  کوټلې مرستې اؤ د HOPE   فاؤڼډيشن  دغوره مرستې لپاره  دهغوي  مننه ادا کول غواړو، ددې سختو حالاتو په مهال  به دقدر دجوګه دې مرستې ډاګيزې اغيزې مخې ته راځي اؤ يو داسې پليټ فارم به جوړولے شي، دکوم ځائے څخه چې به ايکسيلريټ اؤ HOPE  فاؤنډيشن  پخپله ملګرتيا کښې  اضافه جاري وساتلے شي ، ترڅو  مونږ  هاغو ټولنو ته، دکومو چې مونږ خدمت کوؤ، اوږدمهاله ګټې ورورسولے شو۔”

د١٩٩٩ راهسې،۔ HOPE   فاؤنډيشن  کليوال بنګله ديش کښې ترټولو پسمانده اباديو ته تعليم، د ورورولۍ  په رابطو کښې  وده اؤ دروغتيا پالنې دجذبې له لارې  دمعياري روغتيا خدمات ورکوي، دا فاؤنډيشن دبنګله ديش  جنوبي سيمې کاکس بازار په سيمه کښې ٢٠ اسانتياوې چلوي، په دې اسانتياوؤ کښې  په ٤٠ؤ بسترو مشتمل يو دماشومانو دزيږيدنې روغتون، دکډوالو په کيمپ کښې  د٥٠ؤ بسترو فيلډ روغتون، دکډوالو لپاره جنسي اؤ توليدي روغتيا نهه مرکزونه اؤ دماشومانو دزيږيدلې  نهه مرکزونه شامل دي.

ايکسيلريټ په ٢٠١٨م کښې  په بنګله کيش کښې  دخپل موهيشخالي فلوټنګ ايل اين جي( ايم ايل اين جي) ټرمينل سره په هيواد کې  دوړومبي مائع قدرتي ګيس( ايل اين جي) درامد داسانتيا ترڅنګ  دخپل کار اغاز کړے، دا ټرمينل  دبنګله ديش چيټګرام سيمه کښې  دسيمې کورونو اؤ صنعتونو ته  دبجلۍ ورکولو لپاره  ډير ضروري قدرتي ګيس ورکوي.

دايکسيلريټ انرجۍ ايل پي   په اړه

ايکسيلريټ انرجي ايل پي  دامريکا  په متحده ايالتونو کښې  موقعيت لرونکې يوه ايل اين جي کمپني ده کومه چې  دټيکساس ووډلينډز کښې موقعيت لري،ايکسيلريټ جديد فلوټنګ ايل اين جي محلول کښې سرخيل اؤ دمارکيټ ليډر دے، کوم چې صارفينو ته بازار پورې  په تُندۍ  اؤ داعتماد جوګه ايل اين جي محلول ورکولو دمقصد ترڅنګ پوره ايل اين جي ويليو  چين سره مربوط خدمات ورکوي،ايکسيلريټ د FSRU  نه LNG سپلايۍ کښې دانفراسټرکچر تيارۍ پورې فلوټنګ، رګيسيفيکيشن خدماتو يو پوره رينج وړاندې کوي، دايکسيلريټ دفترونه ابو ظهبۍ، بيونس ائرس، چټاګانګ، ډهاکه، دوحه، دبۍ، ريوډي جينرو، سالم، سنګاپور اؤ واشنګټن ډي سي کښې موجود دي.

Check Also

Unveiling the 8th Future Investment Initiative’s theme: “Infinite Horizons: Investing Today, Shaping Tomorrow”

FII 8th Edition Main Thematic Visual RIYADH, Saudi Arabia, April 18, 2024 (GLOBE NEWSWIRE) — The Future Investment Initiative (FII) Institute is excited to announce the theme for its upcoming 8th edition of the FII conference, scheduled for October 29-31, 2024, at the prestigious King Abdulaziz International Conference Centre (KAICC) in Riyadh, Saudi Arabia. Under […]