Breaking News

ګوګنهم عجائب خانه او يو بي ايس يو بے مثال بين الثقافت تجويز(منصوبه) شروع کړه

ګوګنهم يو بي ايس ميپ عالمي هنرمندي( آرټ) اقدام

نيويارک: 12 اپريل 2012/پي آر نيوز وائر:۔  دَ سولومن آر۔ ګوګنهم عجائب خانے او فاونډيشن ډائريکټر رچرډ آرمسټرانګ او دَ يو بي ايس ويلته منيجمنټ مشر منتظم جرګ زلټنر نن دَ پوره نړي نه دَ تخليقي تندي او دَ هم زمانے ( موجوده)هنرمندي (آرټ) دَ منصوبه بندي دَ پاره دَ پنځه کالو دَ حوصله مند مشترکه تعاون اعلان کړے دے ۔ دَ ګوګنهم يوبي ايس ميپ عالمي هنرمندي( آرټ) اقدام به دَ جنوبي او مشرقي جنوبي ايشا، لاطيني امريکا ، مشرقي وسطيٰ او شمالي افريقے جمع کوونکے پروګرام دَ لاندے دَ هنرمندي ( آرټ) هنرمندو( آرټسټانو) او دَعجائب خانو مهتمم(کيوريټرانو) دَ نيټ ورک شناخت او په دے حقله مرسته کوي۔ په دے پروګرام کښے کيوريټرل ريزنډنسي ، دَ ګوګنهم دَ مجموعے حصول، عالمي نمائش، او اثر لرونکي تعليمي تندي شاملے دي۔

دَ غوروفکر او اپروچ په ميدان کے بے مثال ’ګوګنهم يو بي ايس ميپ‘ دَ تخليقي بدلون عمل انګيزي کوي او ګوګنهم او دَ نړي د نورو ادارو دپاره په عالمي سطح دَ عجائب خانو دَ منتظمينو، هنرمندو ( آرټسټ) او ماهرينو  په مينځ کښے د پيشه ورانه خپلولوي په ذريعه د جغرافيائي رسيدلو لارے پراڼستو کښے مرسته کوي۔

په پنځه کاله دور کښے به د دے منصوبه د لاندے  په ټاکلے شوي علاقو باندے توجه کولے شي۔ او دا کار به دَ جنوب او جنوب مشرقي ايشيا نه شروع کيږي۔ ګوګنهم به د هرے علاقے نه يو کيوريټر( دَ عجائب خانے مهتمم) نيويارک ته دَ دوه کاله ريزيډنسي د پاره رابلي۔  دوي به د ګوګنهم اسټاف سره په ملګرتيا سره د هنرمندو نوي او حاليه کارونو د  ټاکنے د پاره کار کوي کوم چي د هر علاقے دَ خاموش ثقافتي عملياتو او دانشورارنه مباحثوعکاسي کوي۔

دَ ’ګوګنهم يو بي ايس ميپ‘ عالمي آرټ اقدام د پاره چانړ کړے شوے کار به په سفري نمائش کښے پيش کولے شي۔ دَ کوم افتتاح چه به پہ  ګوګنهم عجائب خانه نيويارک کښے کړي شي او دا به دَ عجائب خانے په ترتله مجموعه کښے هوم شاملولے شي۔ دا نمائش به بيا په نظر کښے ساتلي علاقه او دَ نړي په بل يو غټ ښار کښے وړاندے کړي شي۔ په جنوب او جنوب مشرقي ايشيا باندے متوجه اولني نمائش به په نيويارک کښے دَ کال 2013 دَ يخني په موسم کښے دَ نمائش نه ورستو په دوه نورو ځايونو کښے نمائش ته پيش کړے شي۔ سنګاپور او هانګ کانک دوانړو ښارونه دوه هدفي ښارونه ګرزولے شوي دي چرته چه خبري اتري روانے دي۔ ټول درے نمائشونه به  درے مختلف ځايونو ته سفر کوي ، دهغه شان دا ټول نهه پيشکشه جوړيږي۔ دَ نمائش په ځائے او آن لائن دونړا ځايونو کښے به په هر نمائش کښے د اولس د پاره د زده کړے مواقع موجودے وي۔

دَ ګوګنهم ډائريکټر رچرډ آرمسټرانګ وئيلي دي چه”دَ يو غټه حده پورے د هنرمندي ( آرټ) تاريخ باندے زمونږ نظر دَ مغرب پورے محدود دے۔ په دے اقدام سره مونږ دَ دے نظريه دَ چيلينج کولو هيله لرو“ هغوي زياته کړه چه” د موجوده زمانے بصري آرټ کښے دَ يوبي ايس ستائلے شوے شراکت په وجه مونږ دَ دے کمپني مشکور يو چه مونږ سره يي په دے تجويز( منصوبه) کښي ملګرتيا وکړه۔ دا به دَ هنرمندو (آرټسټ) ، کتونکو او مختلف ثقافت لرونکي خلکو په مينځ کښے دَ رابطو جوړولو او مضبوط کولو سبب جوړيږي۔“ هغوي دا هوم وئيلي دي چه” زمونږ دَ کار شروع کولو نه تر وسه پوره مونږ دَ بريدونو (حد بندو) نه وړاندے دَ آرټ دَ حوصله افزائي د پاره کار کړے دے۔ ګوګنهم يو بي ايس ميپ به مونږ دَ دے جوګه کړي چه مونږ دا مشن مخکښے کړو ځکه چه مونږ به دَ متاثر کوونکي هنرمندو او کيوريټرانو نه ډير څه يادوو، کوم چه په دے اقدام کښے شريک دي او څوک چه به زمونږ دَ خور او وړاندے فکر منصوبه بندي کوي۔“

”يو بي ايس او دَ ده ګاهک دونړا دَ آرټ جذبه لري او مونږ په دے فخر کوو چه مونږ دَ ګوګنهم غوندے معروفه تنظيم سره کار کوو“ دا خبره دَ يوبي ايس  ويلته منيجمنټ مشر منتظم ( سي اي او) جورګ زلټنر وکړه۔ هغوي زياته کړه چه ” دَ هم زمانے (موجوده زمانے) هنرمندي( آرټ) دَ پخواني سرپرست په حيثيت سره  مونږ هغے ملګرتيا ته هر کلے وايو کومه چه دَ نړي په علاقو کښے تخليقي ذهانت کښے مرسته کوي۔ د وخت ضرورت دا منصوبه به دَ پيشه ورانه او ثقافتي بدلون فروغ کوي، او هم زمانه هنرمندي ( آرټ) دَ زياتو کتونکو مخے ته راوستو سره سره د هنرمندي کار دَ حصول او نمائش حوصله افزائي کوي۔ کوم چه په مقامي او نړي والا سطح نوي لارے پراڼزي۔“

دَ تجويز(منصوبے) په اولني مرحله کښے به دَ جنوبي او جنوب مشرقي ايشيا په آرټ باندے توجه کولے شي۔ په دے سلسله کښے ګوګنهم يو بي ايس ميپ دَ جنوبي او جنوب مشرقي ايشيا دَ کيوريټړ په توګه دَ جون يپ انتخاب کړے شوے دي۔ دے ميرمنے څوک چه په سنګاپور کښي ووسي د جديد او موجوده آرټ د عجائب خانو په کيوريټرل شبعو کښے کار کړے دے۔ په دے کښي ’انسټي ټيوټ آف کنټمپرري آرټس اِن سنګاپور‘ او ’دي سنګاپور آرټ ميوزيم‘ شامل دي کوم چه 2011 کښے وينس بينالے کښے دَ سنګاپور پويلين د پاره د هوټزو نين دَ کار دَ نمائش انتظام کړے وو۔

مس يپ د ګوګنهم دَ کيوريټرل اسټاف دَ ارکانو  سره په ملګرتيا کښے دَ خپل تحقيق دَ جغرافيائي پيراميټرز شناخت شروع کړے دے۔ دَ ګو ګنهم يو بي ايس ميپ دَ اولني مرحلے دپاره چه کوم هيوادونه شامل کړے شوي دي په هغوي کښے افغانستان، بنګله ديش، برما( ميانمر) کمپوډيا، هند( بهارت)، انډونيشيا، لاوس، ملايشيا، نيپال، پاکستان ، فلپائن، سنګاپور، سري لنکا، تهائي لينډ او ويت نام شامل دي۔ دَ دے هيوادونو نوي هنرمند کارونه کوم چه د هنرمندو، تحريکونو او تخليقي نيټ ورکو نمائندګي کوي به شناخت کولے شي او دا کار به  دَ ګوګنهم ترتله مجوعه کښے شاملولو دپاره تجويز کړے شي۔ دا به د سيلاني( سفري) نمائش دپاره بيخ( بنياد) هوم فراهم کوي۔

دَ منصوبے دويم او دريم مرحله کښے به  ترتيب وار دَ لاطيني امريکا، مشرق وسطي او شمالي امريکے باندے توجه کولے شي۔ دَ مشاورتي کميټي ارکانو ، کيوريټرو، ښارونو، ځايونو، نمائشونو تاريخ او دَ علاقے په باره کښے دَ نور خاص معلوماتو اعلان به دَ دے کال کښے ورسته کيدے شي۔

دَ پوره پريس کټ دَ پاره لانديني لنک ته لاړشي:

http://www.guggenheim.org/new-york/press-room/releases/press-kits

دَ تشهيري تصويرونو دَ پاره لانديني لنکونو ته لاړشي:

guggenheim.org/new-york/press-room/images

يوزر آئي ډي: photoservice

پاسورډ: presspass

guggenheim.org/MAP
twitter.com/guggenheim
facebook.com/guggenheimmuseum
youtube.com/guggenheim
flickr.com/guggenheim_museum
foursquare.com/guggenheim

سرچينه: سولومن آر۔ ګوګنهم فاونډيشن

رابطه:

بټسي اينيس، سولومن آر۔ ګوګنهم عجائب خانه: +1-212-423-3840، pressoffice@guggenheim.org

ايمي ونټز فن آرټس اينډ کميونکيشن کونسلرز ، +1-212-715-1551 ، wentza@ruderfinn.com

Check Also

Finance Minister lauds UNDP’s unwavering support during floods

Finance Minister Muhammad Aurangzeb has reiterated Pakistan's commitment to engaging with UNDP to achieve shared goals of reducing poverty, increasing prosperity, and promoting sustainable development. He was talking to Director of Regional Bureau f...

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *