Breaking News

‫دسيني هيوي انډسټرۍ د 43.4 بلينه ار ايم بي دخرڅولو وروستو خالصه ګټه دوه چنده شوې اؤ 6.7 ډالرو ته رسيدلې ده اؤ دتاريخ وړومبے ترټولو غوره شپږ مياشتيز دور ثابت شويدے.

چانګشا، چين،٩ ستمبر،٢٠١٩/پي ار نيوز وائر/-٢٩ اګست باندې سيني هيوي انډسټرۍ  دکال ٢٠١٩م شپږ مياشتيز رپورټ جاري کړے دکوم مطابق چې د٢٠١٩نه وړاندې شپږو مياشتو کښې  سيني  د43.386 بلينه ار ايم بي اپريشنل امدني ترلاسه کړې اؤ په دې کښې  کليزه د54.27 فيصده اضافه وشوه اؤ په حصص يافتګانو پسې منسوب  خالصه  ګټه6.748 بلينه ار ايم بي پاتې شوې  کومه چې کليزه 99.14 فيصده اضافه ده، دا دسيني  دجوړيدو راپديخوا تراوسه ترټولو غوره کارکردګي ده.

  په بنيادي مسابقت اؤ خرڅ کښې په تيزۍ سره اضافه کيږي

دشپږ مياشتيز رپورټ ترمخه دايسکيويټر  دخرڅ امدني  د٢٠١٩ په وړومبۍ  نيمه برخه کښې 15.91  بلينه ار ايم بي پاتې شوې  کومه چې کليزه 42.56 اضافه ده، دا پرله پسې نهم کال دے  چې چيني مارکيټ کښې  دسيني ايسکيويټر  دخرڅ په  اړه  امدني په وړومبي  نمبر پاتې شوې ده.https://prnewswire2-a.akamaihd.net/p/1893751/sp/189375100/thumbnail/entry_id/1_ew0m6a5w/def_height/400/def_width/400/version/100011/type/1

کنکريټ مشينرۍ ته د 12.923 بلينه ار ايم بي  دخرڅ امدني ترلاسه شوې ، دا کليزه 51.17 فيصده اضافه ده  کومه چې په نړۍ کښې په وړومبي نمبر ده  اؤ ددې په ګټو کښې  پرله پسې اضافه کيږي، دکرين مشينرۍ په مارکيټ شيئر کښې اضافه شوې اؤ ددې دخرڅ نه ترلاسه شوې امدني 8.5 بلينه ار ايم بي ته رسيدلې چې پکښې کليزه 107.24 فيصده اضافه شوې ده.

دپائيل مشينرۍ  دخرڅ نه  ترلاسه شوې امدني 2.964 بلينه ار ايم بي پاتې شوې چې پکښې کليزه 36.87  فيصده اضافه شوې  اؤ دا ددرجه بندۍ په اړه چين کښې  په وړومبي نمبر ده، دروډ مشنيرۍ دخرڅ نه ترلاسه شوې امدني 1.250 بلينه ار ايم بي پاتې شوې  چې پکښې کليزه 43.87 اضافه شوې ده، دروډ مشينرۍ ترمينځ  دپيورز مارکيټ شيئر چين کښې په وړومبي نمبر دے.

  په تاريخ کښې ترټولو غوره کارکردګي

داعلي کچې  داپريشن نه دګټې اخستو سره دسيني په  ګټه کښې ډاګيزه اضافه شوې ده .دمجموعي منافعې  ټول حجم 32.36 فيصده پاتې شوے چې پکښې د٢٠١٨م هم ددې مودې په دوران 0.72 فيصده اضافه شوې کومه چې د٢٠١٨م هم ددې مودې په مقابله کښې  دخالص خرڅ حجم 15.99 ،3.49 فيصده زيات دے، حصص يافتګانو پسې منسوب خالصه امدني 6.748 فيصده ار ايم بي پاتې شوې چې پکښې کليزه 99.14 اضافه شوې  ده اؤ دا په تاريخ کښې  هم په دې دورانيه کښې ترټولو  لوړه کچه ده.

لګښت په موثره طريقې سره کنټرول کولے شي  اؤ دلګښتونو دمودې شرحه 11.8 فيصده ده چې پکښې د٢٠١٨م هم ددې مودې په دوران 2.63 فيصده ډاګيز کمے شوے کوم چې  دتاريخ ترټولو کمه  کچه ده.

درپورټنګ دمودې په دوران، داپريشن سرګرمرو نه دسيني خالص نغد بهاؤ7.595 بلينه ار  ايم بي پاتې شوې چې پکښې  کليزه 22.1 فيصده اضافه شوې  اؤ دې ريکارډ جوړ کړے دے.

 ډيجيټل اؤ دذهين بدلون ته په فعاله توګه وده ورکولے شي

سيني ډيجيټل اؤ ذهين بدلون لپاره  ځان وقف کوي  اؤ دې په ځانګړې توګه   ان لا ئن منيجمنټ  ته پام ګرځولے  چې پکښې سيلز، ار اينډ ډي ډيزائن، سپلا ئي چين، مينوفيکچرنګ اؤ اپريشن شامل دي، په وړومبو شپږو مياشتو کښې سيني  دنوي سامان شاملولو نه بغير پيداواري صلاحيت کښې ډاګيزه اضافه ترلاسه کړې ده اؤ ديو تن پسر پيداواري نرخ دنړيوال تعميراتي مشينرۍ په صنعت کښې دټولو پسر کښې دے.

ددې نه علاوه، دسيني صارفينو لپاره  دخپل سامان په انټرنيټ منسلک کولو سره  دصارفينو لپاره  دقدر پيدا کولو کوشش کوي چې دغه شان هغوي  په حقيقي وخت کښې  د ايندهن کارول، آپريټنګ ريټ، محل وقوع اؤ دخدماتو دلارې ډيټا ترلاسه کړے شي، سيني دمارکيټنګ صلاحيتونو اؤ دخرڅ نه وروستو دخدماتو  توان سيوا کولو لپاره دان لا ئن خرڅ اؤ خدماتو جاج هم اخلي

  دعالمګيريت  دتګلارې دنور موثره کولو سره  بهر ملکي مارکيټ کښې  په تيزۍ سره اضافه کيږي

د٢٠١٩م په وړومبو شپږو مياشتو کښې  دبين المللي  خرڅ امدني 7.026  بلينه ار ايم بي ته رسيدلې ده کومه چې کليزه 15.34 اضافه ده، چې پکښې دمجموعي ګټې حجم کښې 1.2 فيصده اضافه شوې ده، دسيني مشينونو برامد يو نسبتاً تيز رفتاره  نمو برقراره ساتي  کومه چې دنړيوالې درنې مشين دنډسټرۍ نه ډيره زياته ده  اؤ  په کومې سره چې نړيواله منډۍ کښې  ددې په حصص کښې پرله پسې اضافه کيږي، دزياترو ملکونو  علاقو لکه انډونيشيا، هند، يورپ اؤ  دامريکه په متحده ايالتونو کښې  ددې په خرڅ کښې په تيزۍ سره اضافه کيږي.

سيني دبهر ملکي کاروباري ترتيب نه دګټې اخستو سره اؤ ددې د بين الواقواميت سازۍ  تګلارې ته په مضبوطۍ سره دودې ورکولو لپاره  بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو دموقعې نه ګټه اخلي.

همدغه شان  سيني نه يوازې سروس اؤ دمارکيټ چينلو کښې ، بلکې غيرملکي  منډايانو کښې  ډيلر شپ سيسټم اړ سروس پارټس سيسټم په تعمير کښې هم  دمثبتې کارکردګۍ سره  مخ په وړاندې  روان دے.

  اهم تحقيق اؤ ترقياتي ايجادات

په ٢٠١٩م کښې دجون تر اخره  ټول 8,923 پيټنټ په لوري  درخواستونه ورکړے شوي وؤ اؤ 7,289 پيټنټ ته اختيارات ورکړے شويدي، پيټنټ لپاره  ددرخواستونو اؤ اختياراتو شمير ددواړو په لحاظ سره  دا  په چيني صنعت کښې په وړومبي نمبردي

سيني  هم د  ار اينډ پشان  سيمبوليشن ټيکنالوجۍ دپرانستو لپاره وقف ده اؤ دې  ګڼې انتهائي مسابقتي اؤ دجديد مصنوعاتو شروعات کړيدي، ددې په مثالي نوؤ مصنوعاتو کښې   په بنيادي توګه شامل دي:

١: ايس وائے 415  ( SY415) ريموټ کنټرول کنستونکے :هيوي مشين انډسټرۍ کښې  دا وړومبۍ موقعه چې  5G ټيکنالوجي  ريموټ کنټرول  دکنستونکي په توګه  متعارف کړے شويدے، شينګهائي کښې  ترسره شوي ورلډ موبائيل مواصلات کانفرنس کښې  په ګډون کولو   دې ته  لوئيانګ کښې  ديو کنستونکي  دريئل ټائم ريموټ کنټرول  قدر ترلاسه شويدے.

٢- ايس وائے 155 يو( SY155U)  شارټ ټيل هائيډرولک کنستونکے، دا ماحول دوسته انجن خپلوي  کوم چې  د EPA Tier 4 Final / EU Stage IV اخراج په معيار پوره خيژي،  ددې نه علاوه، په دې کښې ګيريشن اؤ ملټي فنکشنل په اړه  مرستيال پائپ لا ئن  سيسټم انتهائي وړوکے رداس شامل دے  کوم چې شهري ميونسپل انجنئيرنګ، دسړک بحالۍ،  دغرايز ځنګل سړک وغيره لپاره مناسب  دے.

٣. SAC1300T- آل ټيرين کرين:  ٧٣ ملي ميټره انډر سائز دوربين داهمې برخې اوؤ برخو سره، دا د ١٠٠ ټنه مکمل کوريج ترلاسه کولے شي دمختلفو تعميراتي مقاماتو دصارفينو دضرورتونو پوره کولو لپاره په دې کښې ٥ پل مکمل ګراړنډ چيسيس اؤ ايچ شکل لرونکې پښې شاملې کړے شويدي.

٤-بغير دپاييلټه  دسړک  جوړونکے مشين ګروپ: بغير دپائيلټه ټائر رولر، بغير دپائيلټه ډبل ډرم رولر اؤ بغير دپائيلټه دپيور لپاره په ازادانه توګه  تياره کړے شوي ان لا ئن کنټرول سيسټم، موبائيل نه بغير پائيلټ کنټرول سينټر باندې سمبال، دا دمختلف قسمه الاتو اؤ ګڼو سامانونو کښې  دذهين تعميراتي رابطې احساس پيدا کولے شي اؤ دا په صنعت کښې وړومبے جدت هم دے.

تصوير: https://mma.prnewswire.com/media/971934/SANY_Group_Industry_Park.jpg

Check Also

ROSEN, A TRUSTED AND LEADING LAW FIRM, Encourages Innoviz Technologies Ltd. Investors to Secure Counsel Before Important Deadline in Securities Class Action – INVZ, INVZW

NEW YORK, May 01, 2024 (GLOBE NEWSWIRE) — WHY: Rosen Law Firm, a global investor rights law firm, reminds purchasers of securities of Innoviz Technologies Ltd. (NASDAQ: INVZ, INVZW) between April 21, 2021 and February 28, 2023, both dates inclusive (the “Class Periodâ€�), of the important May 14, 2024 lead plaintiff deadline. SO WHAT: If you purchased Innoviz […]