Breaking News

آئرن ماونټېن لېن آرکايوز ټېکنالوجي ترلاسه کړه، په فلپاين کښې به کار لا نور زيات شي

منيلا، فلپاين دوېمه جنوري ۲۰۱۹م پي آر نيوز واير — د خوندي کولو او معلوماتي کارونو د ساتلو نړيوالې ادارې آيرن ماونټېن انکارپورېټډ ( اين وايي اېس اي: اي آر اېم) په فلپاين کښې د آرکايو ټېکنالوجۍ د ترلاسه کولو اعلان وکړو د کوم وروستو چې په دغه هېواد کښې د ادارې شتون لا زيات کړے۔ د دې له لارې به په منيلا، ډيواؤ او کېبو کښې د آيرن ماونټېن اته تنصيبات زيات کړي۔ دا به شاوخوا زر کسانو له د رېکارډ، معلومات، اسناد خوندي کول او محفوظول ورکوي۔ د د د آيرن ماونټېن اېشيا لوے مدير پيټر هوانګ وايي: “لېن آرکايوز ټېکنالوجي ترلاسه کول زمونږ د فلپاين په کاروبار کښې يو لوے ګام دے کوم چې به په منيلا کښې زمونږ کاروبار ته وده ورکوي او د لېن ډلې توان سېوا کوي”۔ هغه زياتوي چې “د ملک په مهم کاروباري مرکزونو سره د خپل نړيوال ګاهګ لپاره به هم وخت پر وخت زياتوالے کوي او دوي ته خپل ځان رسوي، دا د ملک دننه د خدمت لپاره زمونږ موجودګي پياوړې کوي د کوم طمع چې زمونږ ګاهګ له مونږه ساتي”۔

په ۱۹۸۷م کښې جوړ لېن آرکايو ټېکنالوجي د اسنادو سم ساتلو او محفوظولو سره سره په فلپاين کښې د صارفينو د معلوماتو سم ساتلو کار کوي۔ په منيلا کښې جوړ دغه لېن په ټول هېواد کښې موجود دے او بېلا بېلو خلکو ته د معلوماتو سم ساتلو او شريکولو خدمت ورکوي۔

د آيرن ماونټېن نړيوال عمومي مدير او اېګزيکټېو نايب صدر ارنسټ کليوټيئر وايي:”د لېن آرکايو ترلاسه کول د فلپاين په رنګ کاروباري مرکزونو کښې زمونږه کړنلاره روانه ساتي چرته چې ډېجيټل بدلون اړخ ته سفر، د معلوماتو خوندي کولو او له بهره د کوم څيز راوړلو موقعې ډېرې دي او لا زياتېږي”، هغه زياتوي، “په دې مارکيټ کښې زمونږ تجربې او د ټېکنالوجۍ يو کول مونږ ته د مشهورو خدمت ورکوونکو د ترلاسه کولو له لارې د دې موقعو نه د ګټې اسانتيا راکوي، څوک چې د خدمت ورکولو لړ کښې د ساتنې او باور په لوړه کچه لکه زمونږه نوم لري۔ مونږ د مقامي او نړيوال ګاهګ مرسته کولې شو او دغه ادارې د خپل ځان سره په مقامي کاروبار کښې د ګډولو له لارې دوي ته د ښه ګټه ترلاسه کولو او له دې رجحاناتو ګټه پورته کولو يقيني کولو کښې اسانتيا پېدا کولې شو”۔

د آيرن ماونټېن په اړه

۱۹۵۱م کښې جوړ آيرن ماونټېن انکارپورېټډ (اين وايي اېس اي: اي آر اېم) د خوندي کولو او معلوماتي کارونو د ساتلو د لارښوونې يوه نړيواله اداره ده۔ په ټوله نړۍ کښې له دوه لکو پينځويشت زرو نه زياتو ادارو باور لرونکې او له پنځوستو زياتو هېوادونو کښې په ۸۵مليونه مربع فټ د ۱۴سوه تنصيباتو له لارې د اربونو اثاثې محفوظوي چې پکښې مهم کاروباري معلومات، حساسه ډاټا او ورسره کلتوري او تاريخي شيان شامل دي۔ د معلوماتو سم ساتلو، ډېجيټل کولو، خوندي ساتل، محفوظه رسول سره سره د ډاټا مرکزونه، کلاوډ کښې ډاټا خوندي ساتل، د آرټ محفوظول او لوژسټيکي په رنګ حل لټوي او داسې آيرن ماونټېن خپلو صارفينو له خرچې او خطرې کموي، قواعد او مقررات سره وابستګي، له پېښو ژغورنه او د کار زيات ډيجيټل اړخ ته بوتللو کښې مرسته کوي۔
د نورو معلوماتو لپاره زمونږ وېبپاڼه کتلې شئ چې درک يې دا دے۔
www.ironmountain.com

صرف د ميډيا لپاره د اړيکې لار:
پيټرهوانګ
آيرن ماونټېن انکارپورېټډ
موبايل شمېره:
3429-6888 852+
Peter.hwang@ironmountain.com

Check Also

ROSEN, GLOBAL INVESTOR COUNSEL, Encourages SSR Mining Inc. Investors to Secure Counsel Before Important May 17 Deadline in Securities Class Action First Filed by the Firm – SSRM

NEW YORK, May 03, 2024 (GLOBE NEWSWIRE) — WHY: Rosen Law Firm, a global investor rights …