Breaking News

احسان الله بيات دَ ريډيو آزادي لخوا “نوروز مين آف دي ايئر” وټاکل شو۔ هاغلي په افغانستان کي دَ امنيت، جمهويت او ثقافت لپاره ښه انفرادي هڅي کوونکي شميرلے شوي دے

کابل، افغانستان ۲۶ مارچ ۲۰۱۴/پي آر نيوز وائر/ایشیا نیټ پاکستان — دَ ريډيو فري يورپ او ريډيو لبرټي افغان سروس، ريډيو آزادي، سماجي کارکونکي، دَ افغان وائرلس کميونيکشن کمپني ( اے ډبليو سي سي) باني او آريانه ټيلي وژن اينډ ريډيو نيټ ورک ( اے ټي اين) چيف ايګزيکټيو احسان الله بيات په نورلسم مارچ ۲۰۱۴ باندے د کال ځليدلے کس يا ” نوروزمين آف دي ايئَر اوټاکو۔

دا ايوارډ دَ هاغلي بيات لخوا په تيرو دولسو کالو کي دَ هغو هڅو ستائنه ده کومي چه هغوي دَ موبائل ټيلي فوني، براډبينډ سروسونو او غيرجانب دار ريډيو او ټيلي وژن پروګرامونو سره دَ افغانانو دَ پوره نړي سره د َتړون لپاره کړي دي۔ دي سره سره دا دَ هغه خدمتونو ستائنه هم ده کوم چه هاغلي دَ بيات فاونډيشن په ذريعه د خلق خدا د خدمت لپاره کړي دي۔

د دغي ايوارډ لپاره د هاغلي بيات صيب د نوم د ټاکني ورستو احسان بيات ووئيل چه هغه فخر کوي چه دَ ريډيو آزادي لخوا “نوروزمين آف دي ايئر” وټاکلے شوي۔ هغه وئيل چه ريډيو آزادي داسے يو اداره ده کوم چه دَ افغانستان ثقافت او خلق پژني او دَ هغوي دَ مقصدونو نه واقف ده۔ “زه خوش قسمته يم چه په تيرو دولس کالو کي مي دَ بيات فاونډيشن، اے ډبليو سي سي او اے ټي اين په ذريعه د افغانستان دَ ترقي په هڅو کي برخه اخستے او دَ افغانانودَ ژبے او ځائےڅه قسم پرخ ساتلو بغير مي دَ هغوي دَ دي جوګه کيدو لپاره هڅي کړي چه افغان قوم ته مخامخ چيلنجونه نه خبرشي او دي حل موندلو لپاره هڅي اوکړي او د دغي وروستو کاميابي جشن په يوځائے ونماځي۔”

بيات زياته کړه چه نوروز دَ خوشالي ، ملګرو ، کوروالو او خپلوانو د يوځائے کيدو او يو بل له ډالي ورکولو او ښه جذباتو وړاندي کولو ورځ ده۔ بيات وويل چه دَ موبائل ټيلي فوني، انټرنټ او متوازن ميډيا په ذريعه د ټولو افغانانو ترمنځ د يو خوشاله او يو موټي افغانستان لپاره د خبرو هڅو کول دَ ځان لپاره د فخر خبره ګنړي۔ مونږ په ډيرو مسئلو قابو موندولے او نړي ته مو خودلي چه افغان اولس د دي جوګه دے چه يو ځائے شي، يو موټي شي او د يو خوشاله قام جوړيدو پله ولاړ شي۔ دا زما لپاره د خوشالي خبره ده چه ريډيو آزادي زمونږ دغه هڅے دَ يو ايوارډ په شکل کي تسليم کړي دي۔

”پرسن آف دي ايئر” يا د َکال ځليدلے کس دَ ريډيو آزادي لخوا هر کال د فارسي کال په شروکيدو يا نوروز جشن په مهال ورکولي شي کوم چه د امن ، جمهوريت او افغان ثقافت لپاره انفرادي هڅي تسليموي۔ د احسان بيات انتخاب د ريډيو آزادي دَ خبريالانو يو کميټي کړي کوم چه دَ هغو کسانو ګنړ شمير هوم وو کوم چه سول سوسائټې او د دغه ريډيو اوريدونکي تجويز کړي وو۔

دي نه وړاندي دَ دي ايوارډ ګټونکو کي دَ افغانستان نيشنل انسټي ټيوټ آف ميوزک ډائرکټر او باني احمد سرمست، د ملګرو ملتو ګډويل سفير فرهاد دريا، قانون ساز رمضان بشردوست، موسيقار او د بشري حقونو لپاره کارکونکي انارکلي هونريار او د ننګرهار صوبي ګورنر ګل آغا شامل دي۔

د اريانه ټيلي وژن او ريډيو نيټ په هکله

اريانه ټيلي وژن اينډ ريډيو ( اے ټي اين) احسان الله بيات په کال ۲۰۰۵ کي پيل کړي وو کوم چه په افغانستان کي د ټولو لوي شخصي ميډيا چينل دي او کوم چه په ۳۴ کي ۳۳ صوبو کي خپريږي او دوه نيم کروړو افغانانو ته پروګرامونه او خبرونه وړاندي کوي۔ اے ټي اين په سيټالائټ باندي په پوره يورپ، ايشيا، منځني مشرق او شمالي امريکا کي دَ دري او پښتو ژبو ويونکو ته خپل پروګرامونه وړاندي کوي۔ اے ټي اين مالومات، تفريح وړاندي کوي او په تعليم، صحت، ماشومانو پروګرامونو او د زنانو په مسئلو خاص توجه کوي۔ د اے ټي اين ټيم په دي فخر کوي چه هغه صحيح، غيرطرفداره خبرونه وړاندي کوي۔ د شروع کيدو راهسے اے ټي اين د افغان اولس لپاره ” د ښه سبا لپاره يو کړکي” جوړه شوي دے کوم چه اوس دوه قامي ټيلي وژن او دوه قامي رډيو چينل ( اے ټي اين او اے ټي اين نيوز) چلوي۔ زمونږ هدف دي چه د خپل ټيلي وژن او ريډيو کتونکو او اوريدونکو ته ښه نړي وال ارټ او کلچر اوخايو او خپلو سيمه والو ليکوالو، پروډيوسرانو ، هنرمندو او ډائريکټرانو ته دَ مخکي تلو مواقع وړاندي کړو۔ زمونږ پروګرامونه د اے ټي اين په ويب سائټ www.arianatelevision.com
يا هاټ برډ او ګلوبل کاسټ سيټلائټ باندي کتلے شي۔

د افغان وائرلس په هکله
افغان وائرليس ( اے ډبيو سي سي) احسان الله بيان شروع کړي وو او په کابل کي هيډکوارټړ لري، دا ټيلي فون سسټم انټرنيشنل او د کميونيکش د وزارت ګډ وړانديز دي کوم چه په افغانستان کي څلويښت لکه صارفين لري۔ په دي کي نيغ په نيښه پنځ نيم زره نوکران دي او يو لکه نور خلک بلاواسطه د دي نه فائده اوچتوي۔ افغان وائرلس په افغانستان د ټولو نه زيات نوکران لري او د وائرليس او براډبنډ کميونکشن سرکرده کمپني ده۔ په دي هکله نورو مالومات په لاندني ويب سائټ کتلے شي۔ www.afghan-wireless.com.

دَ بيات فاونډيشن په هکله
بيات فاونډيشن يوه خيراتي اداره ده کوم چه دَ افغان اولس دَ ښه والي لپاره د کال ۲۰۰۵ راهسے کار کوي۔ دا اداره احسان بيات او فاطمه بيات شرو کړي وه او دواړه د دي ډائريکړان دي کوم چه دَ خير ښيګړي په دوه سوه پروجيکټونو کار کوي د کوم له کبله چه افغان ځوانانو، زنانو ، غريبانو او مشرانو حالت کي ښه بدلون راځي۔ د دي په پروجيکټونو کي د نوي صحت مرکزنه جوړول او صحت، تعليم، اقتصاد او ثقافتي پروګرامو کول دي۔ د نورو مالوماتو ترلاسه کولو لپاره په دي ايډريس اي ميل اوکړي
info@bayatfoundation.org.

رابطه: مونټګومري سيمس۔ , m.simus@tsiglobe.com، +1 702 809 6772

Check Also

پیشہ ورانہ تعلیم عالمی سطح پر جاتی ہے! پاکستان بان مو کالج کا افتتاح

بیجنگ، 29 مارچ 2024ء/سنہوا-ایشیانیٹ/– 18 مارچ کو بیجنگ میں پاکستان بان مو کالج پر دستخط اور رونمائی کی تقریب منعقد ہوئی۔ اس موقع پر چائنا پاکستان انٹرنیشنل انڈسٹری ایجوکیشن کوآپریشن الائنس کے سیکرٹری جنرل محمد عمار، سندھ ٹیکنیکل ایجوکیشن اینڈ ووکیشنل ٹریننگ اتھارٹی کے منیجنگ ڈائریکٹر منور علی مٹھانی، گورنمنٹ مونوٹیکنک انسٹی ٹیوٹ محراب پور […]